امريكائي خارجه وزير د افغان حكومت او طالبانو ترمينځه امن مذاكرات خوشبينه وګرځول

واشنګټن ۔ 11 ستمبر (اے پی پی) امریکائي خارجه وزير مائيك پومپيو د افغان حكومت او طالبانو ترمينځه نن د خالي ورځې نه د قطر پلازمينه دوحه كښې يو وارې بيا پېل كېدونكي په تاريخي توګه مهم بېن الافغان امن مذاکرات خوشبينه ګرځولې دي۔ د برطانوي خبر رسنې ادارې له مخې مائيك پومپيو تېره ورځ واشنګټن څخه دوحې ته د روانېدو په وخت ميډيا سره خبرو كښې ووئيل ما غوښتل چې دا مذاكرات د فرورۍ 29 مې نېټې نه پېل شي ولې هيله ده چې دواړه فريق به نن د خالي په سهار د مذاكراتو په مېز جمع شي او د هېواد چلولو له به تګلاره وضعه كړي كومه چې يوه ښه خبره ده او هم له دې كبله دا مذاكرات په تاريخي توګه ډېر مهم دي