د ملګرو ملتونو د پوهانو هند كښې د مسلمانانو ناوړه حالت په اړه د سختې اندېښنې څرګندونه

نیویارک۔11 ستمبر (اے پی پی) بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو پوهانو هند كښې ېد مسلمانانو ناوړه حالت په اړه د ژورې اندېښنې څرګندونه كړې ده چرته چې په متنازعه نوي سټيزن شپ قانون نافذ كولو كښې مسلمانانو سره امتيازي سلوك كولې شي۔ د اقلیتونو په اړه د ملګرو ملتونو خاص رپورټر فرمنډورنیس خپل تازه رپورټ كښې وئيلي دي چې ماته هند څخه پرله پسې دا پرېشانه كوؤنكي اطلاعات ترلاسه …

نیویارک۔11 ستمبر (اے پی پی) بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو پوهانو هند كښې ېد مسلمانانو ناوړه حالت په اړه د ژورې اندېښنې څرګندونه كړې ده چرته چې په متنازعه نوي سټيزن شپ قانون نافذ كولو كښې مسلمانانو سره امتيازي سلوك كولې شي۔ د اقلیتونو په اړه د ملګرو ملتونو خاص رپورټر فرمنډورنیس خپل تازه رپورټ كښې وئيلي دي چې ماته هند څخه پرله پسې دا پرېشانه كوؤنكي اطلاعات ترلاسه كېږي چې د نوې قانون سازۍ د لارې مسلمان اقليت سره تعلق لرونكي د هندي شهريت ترلاسه كولو عمل څخه بهر كولې شي چې ورسره به د لكھونو په شمېر مسلمانان د هند شهريت نه محرومه شي۔ دا رپورټ به راروانه اونۍ كښې نيويارك كښې د عمومي اسمبلۍ پېل كېدونكې 75 م سېشن ته په باضابطه توګه وړاندې كړې شي۔ دا خبره د يادونې وړ ده چې ورنیس تېر كال هم عمومي اسمبلۍ ته كوم راپور وړاندې كړې وو هغې كښې ئې هند كښی مسلمانانو او اقليتونو سره په ناوړه سلوك د اندېښنې څرګندونه كړې وه۔

مزید خبریں