عراق كښې د امام حسین (رض) چهلم په موقع د غیر ملكی سيلګرو په داخلېدو بندیز

بغداد 09 ستمبر (اے پی پی) د عراق روغتيا وزارت وياند سېف البدر وئيلي دي د امام حسین (رض) د چهلم په موقع د غیر ملكی سيلګرو هېواد ته په داخليدو بندیز لګولے ششوے ۔د ایران خبر رسنې ادارې سره خبرو كښې سېف البدر ووئيل وزیراعظم مصطفی الكاظمی په مشرۍ كښې د كورونا كمېټۍ غونډه شوې چې پكښې يواځې د تجارتی لین دین لپاره د پولو پرانستلو پريكړه شوې۔ده ووئيل د غیر ملكی سيلګرو عراق ته په راتللو ممانعت هغسې دوامداره دے او دا بنديز به د امام حسین (رض) د چهلم په موقع برقرار وي