افغان نائب صدر امرالله صالح بمي چاؤدنه كښې سلامت پاتے شو، 2 كسان مړه، 12 ژوبل

كابل 09 ستمبر (اے پی پی) افغان نائب صدر امرالله صالح پايه تخت كابل كښې بمي چاؤدنه كښې سلامت پاتے شوے، چاؤدنه كښې 2 كسان مړه او 12 ژوبل شوې دي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د افغان نائب صدر میډیا دفتر مشر رضوان مراد ووئيل مينځني كابل كښې د شورو په سهار شوې بمي چاؤدنه كښې د نائب صدر امرالله صالح قافله هغه مهال په نښه كړې …

كابل 09 ستمبر (اے پی پی) افغان نائب صدر امرالله صالح پايه تخت كابل كښې بمي چاؤدنه كښې سلامت پاتے شوے، چاؤدنه كښې 2 كسان مړه او 12 ژوبل شوې دي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د افغان نائب صدر میډیا دفتر مشر رضوان مراد ووئيل مينځني كابل كښې د شورو په سهار شوې بمي چاؤدنه كښې د نائب صدر امرالله صالح قافله هغه مهال په نښه كړې شوه كله چې هغه د خپل كور څخه دفتر ته روان ؤ۔ د كورنيو چارو وزارت وياند طارق اریان ووئيل د ابتدائی اطلاعات له مخې بمي چاؤنه كښې 2 كسان مړه او 12 ژوبل شوي۔ امرالله صالح د صدر اشرف غنی د وړومبې نائب صدر او سرور دانش د دويم نائب صدر په حېث فرائض ترسره كوي

مزید خبریں