کوالالمپور 04 ستمبر(اے پي پي) د سري لنكا ختيزې ساحلې سيمې سره نزدې په سپر ټانكر كښې پاڅاپه اور لګېدلے ، د اور لګېدو په مهال په بېړۍ كښې دو لكه 70 زره بېرل تېل موجود وو۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخئ په سري لنكا كښې ميډيا سره په خبرو كښې د نېوي وياند انډيكاډي سلوا ووئيل بحر هند كښې كوېت څخه د هند بندرځائ پرادين ته روان …
سري لنکا، د تېلو په سپر ټانكر كښې د اور لګېدو پېښه٬ بېړۍ كښې دو لكه 70 زره بېرل تېل موجود وو

مزید خبریں
کوالالمپور 04 ستمبر(اے پي پي) د سري لنكا ختيزې ساحلې سيمې سره نزدې په سپر ټانكر كښې پاڅاپه اور لګېدلے ، د اور لګېدو په مهال په بېړۍ كښې دو لكه 70 زره بېرل تېل موجود وو۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخئ په سري لنكا كښې ميډيا سره په خبرو كښې د نېوي وياند انډيكاډي سلوا ووئيل بحر هند كښې كوېت څخه د هند بندرځائ پرادين ته روان سپر ټانكر كښې د اور لګېدو پېښه رامخې ته شوې۔ ده ووئيل په بېړۍ كښې د عملې 5 يوناني او 18 فلپائني غړي موجود دي چې پكښې يو بې دركه او يو ژوبل شوے او نور كسان رېسكيو كړې شوي ٬ دغسې مرستندويه ډلې د اور مړ كولو كوشش كوي







