هند له به په پوله جارحيت څخه هېڅ په لاس ورنشي، هندي چالونه د چين د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا د تحفظ عزم كمزورے كولے نه شي، چين به د لائن آف ايکچوئل کنټرول احترام كوي، د هند نامعقوله مطالبات به نه تسليموي٬ د چين د واكمن ګوند په “چائنا ډېلي” ورځپاڼه كښې اداريه

بيجنګ 02 ستمبر (اے پي پي) هند له به په پوله جارحيت څخه هېڅ په لاس ورنه شي، هندي چالونه د چين د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا د تحفظ عزم كمزورے كولے نه شي، چين به د لائن آف ايکچوئل کنټرول احترام كوي، د هند نامعقوله مطالبات به نه تسليموي٬ چين د هند په ضد د جنګ پېل كولو هېڅ اراده نه لري خو كه هند چين مجبور كړو …

بيجنګ 02 ستمبر (اے پي پي) هند له به په پوله جارحيت څخه هېڅ په لاس ورنه شي، هندي چالونه د چين د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا د تحفظ عزم كمزورے كولے نه شي، چين به د لائن آف ايکچوئل کنټرول احترام كوي، د هند نامعقوله مطالبات به نه تسليموي٬ چين د هند په ضد د جنګ پېل كولو هېڅ اراده نه لري خو كه هند چين مجبور كړو نو چين به د خپلې خاورې او مفاداتو په دفاع د يرې مظاهره نه كوي، په چين په زبردستۍ خپله خوښي ورتپلو باندې به هند د شرمندګۍ سره مخ شي او هند په دا ډول اقداماتو خپلې خپی په تبر وهي ٬ د چائنا ډېلي ورځپاڼې ادارې له مخې هندي عسكرو په پانګ اونګ جھيل او د ريچين ماٶنټين پاس سره نزدې د ګل په ورځ اشتعال انګېز اقدامات كړي كومه چې د 15م جون نه پس د چين عسكرو څخه د نښتې نه پس د هندي عسكرو لخوا د لائن آف اېكچوئل كنټرول د خلاف ورزۍ دوېمه پېښه وه٬ د دې ټول صورتحال په مهال د ټولو نه زياته د خندا خبره د هند دا تور دے چې اشتعال انګېزه اقدامات د چين عسكرو لخوا شوې او دا ادعا چې هندي عسكرو كوم هم اقدامات كړي ھغه ئې د ځوابي كاروائۍ په توګه كړي۔ ورځپاڼې سوال رامخې ته كړے هند آخر د چين په كنټرول سيمو كښې بيا بيا د لاس وهنې څخه څه ترلاسه كول غواړي۔ ورځپاڼې ليكلي د هند په حكومت او پوځ دواړو تراوسه دا خبره واضح كېدل پكار وه چې ھغوي هېڅ كله د تجاوز او قبضې د لارې د دې خاورې يو انچ هم نه شي ترلاسه كولے ۔ د هند حكومت او پوځ له د چين پوځ د خپلواكۍ او سيمه ايز سلامتيا تحفظ په اره ناسمه اندازه لګول پكار نه ده٬ چين څو ځله د دې موقف پخلے كړے چې دواړو هېوادونو له د لائن آف اېكچوئل كنټرول احترام پكار دے او شريكې پوله ايزې شخړې د خبرو اترو د لارې حل كول پكار دي۔ ورځپاڼې له مخې چين دا خبره هم واضحه كړې چې د پوله ايزو شخړو د دواړو هېوادونو په نورو څانګو او اړيكو منفي اغيز پرېوتل نه دي پكار خو دا برېښي چې هند د دې سوچ برعكس كار كوي۔ د هند حكومت او پوځ دواړه دا ګڼي چې چين سره پوله ايزې شخړې او په پولو د دواړو هېوادونو عسكرو ترمېنځه نښتې د هند دننه د قام پرستۍ جذبات راپورته كوي او د هندي اولس پام د خرابې اقتصادي كاركردګۍ او د كرونا وباء شدت زياتېدو بحران څخه لرې كولو لپاره كارول غواړي۔ ورځپاڼې ليكلي چې د هند حكومت چين سره د اقتصادي اړيكو منقطع كولو چې پكښې د چين اېپس او د چين لخوا د سرمايه كارۍ پروګرامونه او د چين د مصنوعاتو په درامد د بندېز غوندې اقداماتو شامل دي د هندي اولس د چين مخالف جذبات زياتول دي ۔ورځپاڼه ليكي د هندي حكومت دا ډول اقدامات او زهرجن سلوګن زيات د خطر وړ دے ٬ د هند اولس له د دا ډول اقداماتو او سلوګن څخه تراوسه هېڅ په لاس نه دي ورغلې، د دې برعكس اوس ھغوي د چين مصنوعات نشي اخستلے او نه د چين اپېس استعمالولې شي، دا د هند وګړو لپاره د روزګار ذريعې وې كومې چې دوي څخه واخستلې شوې٬ تر كومې چې د هندي معيشت د پرمختګ تعلق دے نو د هندي واكمنو دا ډول اقداماتو سره به هم د دوي معيشت ته زيان ورسوي۔ چين سره په پوله د هند د اشتعال انګېز کارروائيو په نتيجه كښې به د دواړو هېوادونو شريكې اړيكې خرابې شي

مزید خبریں