ګرده نړۍ كښې د كرونا وائرس ځپليو شمېره د 2 كروړه 59 لكه او د مړو شوو شمېره د اته لكه 6 زره نه زياته شوه

واشنګټن، ريوډي جنېرو، نوے ډيلے 02 ستمبر (اے پي پي) ګرده نړۍ كښې د كرونا وائرس ځپليو شمېره د 2 كروړه 59 لكه نه زياته شوې٬ تر اوسه دې مرګوني رنځ څخه اته لك 61 زره نه زيات كسان مړه شوي۔ د شور په ورځ د امريكې ميډيا له مخې ګرده نړۍ كښې د كرونا د تصديق شوو ځپليو شمېره 2 كروړه 59 لكه 17 زره ته رسېدلې او د …

واشنګټن، ريوډي جنېرو، نوے ډيلے 02 ستمبر (اے پي پي) ګرده نړۍ كښې د كرونا وائرس ځپليو شمېره د 2 كروړه 59 لكه نه زياته شوې٬ تر اوسه دې مرګوني رنځ څخه اته لك 61 زره نه زيات كسان مړه شوي۔ د شور په ورځ د امريكې ميډيا له مخې ګرده نړۍ كښې د كرونا د تصديق شوو ځپليو شمېره 2 كروړه 59 لكه 17 زره ته رسېدلې او د وائرس څخه په ځپلو هېوادونو كښې تر اوسه 8 لكه 61 زره 492 كسان مړه شوي٬ ګرده نړۍ كښې د كرونا د فعاله كېسونو شمېره 68 لكه 49 زره 38 ده، د کرونا وائرس وباء څخه امريكا زياته ځپلے هېواد دے او په دوېم لمبر برازيل دے دغسې هند د كرونا وائرس رنځورانو په لحاظ سره په درېم لمبر دے ۔ امريكا كښې د ځپلو شمېره 62 لكه 57 زره نه اوړېدلې او يو لك 88 زره كسان مړه شوي٬ د اېكټيو كېسونو شمېره 25 لكه 71 زره نه زياته ده٬ د صحت څانګې له مخې په امريكا كښې د وائرس كېسونو شمېره 62 لكه 57 زره 571 ته رسېدلې او تر اوسه 35 لكه كسان صحت مند شوي٬ دا مهال امريكا كښې د فعاله كېسونو شمېره 25 لكه 71 زره 758 ده۔ برازيل كښې د مرګونې وائرس څخه د ځپليو شمېره 39 لكه 52 زره نه زياته ده او ګرد هېواد كښې تر اوسه يو لك 22 زره كسان مړه شوي٬ د مصدقه رنځورانو شمېره 39 لكه 52 زره 790 ته رسېدلې او د فعاله كېسونو شمېره 6 لكه 71 زره 13 ده٬ رنځ څخه په مجموعي توګه يو لك 22 زره 681 كسان مړه شوي او تر اوسه 31 لكه 59 زره كسان صحت مند شوي۔ بلخوا هند كښې هم د وائرس خپرېدل تر اندېښمن حده زيات شوي٬ د كرونا د مصدقه كېسونو شمېره 37 لكه 69 زره 523 او د فعاله كېسونو شمېره د اته لكه نه زياته ده تر اوسه په هېواد كښې د كرونا په سوب 66 زره 460 كسان مړه شوي او د 29 لكه نه زيات كسان صحت مند شوې دي

مزید خبریں