جنيوا 01 ستمبر (اے پي پي) د روغتيا نړيوالې ادارې ډبليو اېچ او رياستونه خبردار كړي چې د كاروباري هلو ځلو بحالولو او د نورو ادارو پرانستونكي هېوادونه دې په احتياطي تدابير عملدرآمد جاري وساتي ځكه چې د احتياطي تدبيرونو خپلولو نه غېر د كرونا وائرس د تباهې سبب دے ۔ د ادارې ډائريکټر جنرل ټېډروس ايډهينوم تېره ورځ په جنيوا هېډكوارټر كښې خبريالانو ته ووئيل كه د نړۍ هېوادونه …
د احتياطي تدبيرونو خپلولو نه غېر يو شمېر هېوادونو كښې كاروبار او د سېل ځايونو پرانستلو په سبب كرونا وائرس تباهي كوي۔ ډبليو اېچ او

مزید خبریں
جنيوا 01 ستمبر (اے پي پي) د روغتيا نړيوالې ادارې ډبليو اېچ او رياستونه خبردار كړي چې د كاروباري هلو ځلو بحالولو او د نورو ادارو پرانستونكي هېوادونه دې په احتياطي تدابير عملدرآمد جاري وساتي ځكه چې د احتياطي تدبيرونو خپلولو نه غېر د كرونا وائرس د تباهې سبب دے ۔ د ادارې ډائريکټر جنرل ټېډروس ايډهينوم تېره ورځ په جنيوا هېډكوارټر كښې خبريالانو ته ووئيل كه د نړۍ هېوادونه كاروباري او نورې عوامي ادارې زر پرانستلو لپاره سنجيده دي نو د كرونا وائرس د منتقل كېدو لاره نيولو او انساني ژوند بچ كولو لپاره به هم د سنجيدګۍ څرګندونه كول وي ځكه چې د احتياطي تدبيرونو خپلولو نه غېر كاروباري هلې ځلې او نورې ادارې پرانستل د كرونا وائرس د تباهې او خپرېدو اسباب دي ۔ده ووئېل هم دا وجه ده چې د كرونا وائرس په منتقل كېدو چې تر كومه حده قابو موندلے كېږي نو دومره به د دې ادارو پرانستلو لپاره لاره هوارېږي۔ ده ووئيل حقيقت دا دے چې كرونا وائرس په تندۍ او آسانۍ سره خپرېږي او دې څخه د هر عمر خلق ځپلے كېدے شي او ځينې زيات ځپلے كېږي لهذا د دې مخ نيو له به د داسې عواملو مخنيوے كول وي كوم چې د دې د خپرېدو سبب دي لكه نائټ کلبز، سټيډيمز او مذهبي او په اولسي ځايونو كښې د زياتو خلقو اجتماع بايد په دې بندېز ولګولے شي او په دې خبره به هم غور كول وي چې د داسې حالاتو له مخې كله او څنګه به هنګامي سوچ خپلول وي۔۔ ده ووئيل په باقاعدګۍ سره لاس ونيځل او ماسك اچول ډېر ضروري دي او دې سره سره به هېوادونو له ټېسټ ٬ آئيسولېشن او د درملنې سهولتونه هم وركول وي۔ ده ووئيل مونږ په اتنفاق دې وباء له ماتې وركولې شو







