امریكا سره په اختلافات د تجارت نړيوال تنظیم عمومي سیكرټري استعفی وركړه

نیویارك 01 ستمبر (اے پی پی) د ورلډ ټریډ آرګنائزیشن عمومي سیكرټری امریكائي حكومت سره د مسئلو او ستونزو نه پس د خپلې چوكۍ څخه استعفیٰ وركړې ده۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې د تجارت نړيوال تنظیم ورلډ ټریډ آرګنائزیشن عمومي سیكرټری روبرټو آزیویډو د امریكې او نړيوال تجارتی تنظیم ترمينځه د رامخې ته شوي تاؤ ترېښوالې نه پس د خپلې چوكۍ څخه د استعفی وركولو اعلان كړے۔ …

نیویارك 01 ستمبر (اے پی پی) د ورلډ ټریډ آرګنائزیشن عمومي سیكرټری امریكائي حكومت سره د مسئلو او ستونزو نه پس د خپلې چوكۍ څخه استعفیٰ وركړې ده۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې د تجارت نړيوال تنظیم ورلډ ټریډ آرګنائزیشن عمومي سیكرټری روبرټو آزیویډو د امریكې او نړيوال تجارتی تنظیم ترمينځه د رامخې ته شوي تاؤ ترېښوالې نه پس د خپلې چوكۍ څخه د استعفی وركولو اعلان كړے۔ واشنګټن ادعا كړې چې د امریكې په ضد د تجارت نړيوال تنظیم د ټیكس په اړه اقدامات منصفانه نه دي او دا تنظیم د چین په ضد غیر منصفانه ټیكس په اړه د اقداماتو مخنيوي كښې ناكامه راغلے ۔ د امریكې صدر ټرمپ د نړيوال تنظیم څخه د بهر كيدو دهړكه وركړې وه خو تر اوسه هغه په دې عمل نه دے كړے

مزید خبریں