امریكا كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو شميره 62 لكهه 11 زره څخه زياته شوه ، د فعاله ځپلو شميره 25 لكهه څخه زياته ده

واشنګټن 01 ستمبر (اے پی پی) امریكا كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو شميره 62 لكهه 11 زره څخه زياته شوې دغسې هيواد كښې په بيلو رياستونو كښې د كورونا له امله تر اوسه يو لكه 87 زره 736 كسان مړه شوي۔ د نهې په ورځ د امریكې ميډيا له مخې هيواد كښې د كورونا وائرس فعاله ځپليو شميره 25 لكهه 67 زره څخه زياته شوې …

واشنګټن 01 ستمبر (اے پی پی) امریكا كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو شميره 62 لكهه 11 زره څخه زياته شوې دغسې هيواد كښې په بيلو رياستونو كښې د كورونا له امله تر اوسه يو لكه 87 زره 736 كسان مړه شوي۔ د نهې په ورځ د امریكې ميډيا له مخې هيواد كښې د كورونا وائرس فعاله ځپليو شميره 25 لكهه 67 زره څخه زياته شوې دغسې د دې وائرس له امله هيواد كښې تر اوسه په مجموعی توګه 187736 كسان مړه شوي۔ د امریكې د روغتيا محكمې له مخې هيواد كښې د كورونا وائرس كیسونو شميره 6211796 ته رسيدلې۔ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس وبا له امله امریكا تر ټولو زيات ځپلے هيواد دے۔ چارواكو له مخې هيواد كښې تر اوسه د كورونا وائرس له امله ځپلي 3456263 كسان ښه شوي۔ امریكې نه پس برازیل كښې دج كورونا رنځورانو شميره تر ټولو زياته ده دغسې هند د كورونا وائرس رنځورانو شميرې په اعتبار سره په دريم لمبر ځپلے هيواد دے۔ امریكا كښې د كورونا وائرس وړومبنے كیس سږ كال په 22 جنوری رامخې ته شوے ؤ۔

مزید خبریں