کابل ۔ 31 اګست(اے پی پی) افغانستان كښې د سختو بارانونو د لاسه په لويه كچھ تباهي خپره شوې ده او د روانې اونۍ په مهال د سېلابونو په نتيجه كښې د مړو شويو شمېره 160 ته رسېدلې ده كومو كښې چې يو شمېر كوچنيان هم شامل دي۔ د افغانستان د ډیزاسټر منېجمنټ وزارت له مخې د سختو بارانونو دلاسه د هېواد 13 صوبې ځپلې شوي دي او صوبه پروان …
افغانستان كښې د سختو بارانونو د لاسه په لويه كچه تباهي٬ د روانې اونۍ په مهال د حق رسېدليو شمېره 160 ته ورسېده

مزید خبریں
کابل ۔ 31 اګست(اے پی پی) افغانستان كښې د سختو بارانونو د لاسه په لويه كچھ تباهي خپره شوې ده او د روانې اونۍ په مهال د سېلابونو په نتيجه كښې د مړو شويو شمېره 160 ته رسېدلې ده كومو كښې چې يو شمېر كوچنيان هم شامل دي۔ د افغانستان د ډیزاسټر منېجمنټ وزارت له مخې د سختو بارانونو دلاسه د هېواد 13 صوبې ځپلې شوي دي او صوبه پروان كښې 116 كسان مړه ٬ 120 ژوبل ٬ 15 بې دركه او 2 زره كورونا ويجاړ شوي دي۔ د پروان صوبې ګورنر مېرمنې وياندې وحيده شاهكار له مخې د صوبې ځپليو سيمو كښې د مرستې او د بې دركه كسانو درك لګولو كارروائۍ روانې دي۔ د افغانستان ددفاع وزارت له مخې پوځي ډلې هم د مرستې كارروايو كښې برخه اخلي۔ د ځائي وګړو له مخې د سېلابونو دلاسه د كركيلې په سوؤنو اېكړه زمكه هم تباه شوې او فصلونو ته سخت زيان رسېدلے دے







