مراکش كښې د كورونا نور 14 سوه كېسونه تصديق شول

رباط ۔ 30 اګست (اے پی پی) مراکش كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا 14سوه كېسونو تصديق كېدو نه وروستو تر دې دمه ګرد هېواد كښې 58 زره 489 وګړي ددې رنځ ښكار شوي دي۔ د سعودي عربستان خبر رسنې ادارې د مراكش د روغتيا وزارت حوالې سره وئيلي چې تېره ورځ هېواد كښی 41 كسان په حق ورسېدل چې ورسره تر دې دمه ددې وباﺀ دلاسه …

رباط ۔ 30 اګست (اے پی پی) مراکش كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا 14سوه كېسونو تصديق كېدو نه وروستو تر دې دمه ګرد هېواد كښې 58 زره 489 وګړي ددې رنځ ښكار شوي دي۔ د سعودي عربستان خبر رسنې ادارې د مراكش د روغتيا وزارت حوالې سره وئيلي چې تېره ورځ هېواد كښی 41 كسان په حق ورسېدل چې ورسره تر دې دمه ددې وباﺀ دلاسه د مړو شمېره 1 زر 52 ته ورسېده۔ د مراكش د روغتيا وزارت وېنا ده چې د كورونا وائرس رنځ څخه تر دې دمه 43 زره 49 كسان روغ شوي هم دي۔ ګرد هېواد كښې دا مهال بېلو ښارونو كښی رنځورانو كښې د 191 حالت اندېښمن ښودلے شي كوم چې بېلو ځايونو كښی قرنطينه كړې شوي دي

مزید خبریں