د ايران او اتومي توان نړيوالې اېجنسۍ د لوظنامې په نړيوال كچه هركلې وكړے شو

تهران 28 اګست (اے پي پي) د ايران او ا تومي توان نړيوالې اېجنسۍ ترمېنځه د شوې لوظنامې په نړيواله كچه ردعمل رامخې ته شوې دې۔ د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو نائب مشرې هيلګا سمتھ د آئي اے اي اے د مشر د تهران دورې او په شوې لوظنامه د خپل غبرګون څرګندونه كولو سره ووئيل اروپائي ائتلاف د آئي اے اي اے په غېر جانبدارانه كردار باور لري٬ …

تهران 28 اګست (اے پي پي) د ايران او ا تومي توان نړيوالې اېجنسۍ ترمېنځه د شوې لوظنامې په نړيواله كچه ردعمل رامخې ته شوې دې۔ د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو نائب مشرې هيلګا سمتھ د آئي اے اي اے د مشر د تهران دورې او په شوې لوظنامه د خپل غبرګون څرګندونه كولو سره ووئيل اروپائي ائتلاف د آئي اے اي اے په غېر جانبدارانه كردار باور لري٬ بلخوا روسيې د اتومي توان نړيوال اېجنسۍ مشر رافائل ګروسي د تهران دوره يو حقيقي پېشرفت سره تعبير كړې۔ د ملګرو ملتونو په ويانا هېډكوارټر كښې د روسيې نمائنده ميخائل اوليانوف خپل ټويټ كښې وئيلي دي چې د رافائل ګروسي د تهران دورې او دې لوظنامې دا ثابته كړې ده خبرې اتر د فشار نه زياتې د كار وړ ثابېتږي” کارګرثابت”۔ د اتومي توان په نړيواله اېجنسۍ كښې د برتانيې نمائنده هم د ايران او اېجنسۍ ترمېنځه د لوظنامې هركلې كړې دې۔ ډېوډ هال خپل ټويټ كښې ووئيل د ايران او آئي اے اي اے ترمېنځه لوظنامه يوه ډېر مطلوبه لوظنامه ګرځولې ۔ په لندن كښې د ايران سفير حميد بعيدي نژاد ووئيل دې لوظنامې امريكا مايوسه كړې ده

مزید خبریں