په برازیل كښې د كورونا وائرس له امله د ځپل شويو كسانو شميره 37 لكه 64 زره ته ورسيده، په وبا كښې د يو لك 18 زرو څخه زيات كسان مړه شوي دي

ریوډی جنیرو ۔ 28 اګست (اے پی پی) په برازیل كښې د كورونا وائرس له امله د ځپل شويو كسانو شميره د 37 لكو 64 زرو څخه زياته شوې، دغسې په هيواد كښې د وائرس له امله تر اوسه د يو لك 18 زره څخه زيات كسان مړه شوي دي۔ د امريكائي ميډيا له مخې په برازیل كښې د كورونا وائرس نوي كيسونه رامخې ته كيدو نه پس د مصدقه …

ریوډی جنیرو ۔ 28 اګست (اے پی پی) په برازیل كښې د كورونا وائرس له امله د ځپل شويو كسانو شميره د 37 لكو 64 زرو څخه زياته شوې، دغسې په هيواد كښې د وائرس له امله تر اوسه د يو لك 18 زره څخه زيات كسان مړه شوي دي۔ د امريكائي ميډيا له مخې په برازیل كښې د كورونا وائرس نوي كيسونه رامخې ته كيدو نه پس د مصدقه رنځورانو شميره 3764493 ته رسيدلې۔ په برازیل كښې دا مهال د كورونا وائرس 698517 فعاله رنځوران دي۔ برازیل د روغتيا وزارت چارواكو له مخې هيواد كښې كورونا وائرس له امله د مړو شميره 118726 ته رسيدلې۔ برازیل كښې تر اوسه 29 لكهه څخه زيات كورونا رنځوران ښه شوې دي۔ برازیل كورونا وائرس له امله د رنځورانو او مړو شميرې اعتبار سره په دويم لمبر ځپلې شوي هيواد دې۔ برازیل كښې كورونا وائرس وړومبي كيس تصدیق سږ كال په 26 فروری رامخې ته شوې ؤ۔ چارواكو ووئيل هيواد كښې د كورونا وائرس له امله ځپلې شوي كسانو شميره كښې پرله پسې اضافه كيږي

مزید خبریں