په خېبر پښتونخوا كښې د ټېكنالوجې استعمال سره د زرعي پېداوار زياتولو په اړه غونډه

پېښور 27 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰي د سائنس او ټېكنالوجې سلاكار ضياالله بنګش په مشرې كښې په په خېبر پښتونخوا كښې د ټېكنالوجې استعمال سره د زرعي پېداوار زياتولو په اړه غونډه وشوه. په غونډه كښې د ټېكنالوجې استعمال سره د زرعي پېداوار زياتولو په اقداماتو غور وكړے شو. په غونډه كښې په دې لړ كښې ريسرچرز ته د خپلو خيالاتو وړاندې كولو هدايت وكړے شو. په غونډه كښې پرېكړه وكړې شوه چې د خېبر پښتونخوا د سائنس او ټېكنالوجې محكمې هغو ټولو ريسرچرز كومو چې د ټېكنالوجې په مرسته د زرعي پېداوار زياتولو په لړ كښې تحقيق كړے وي، لپاره دې سېمينار وكړے شي. په غونډه كښې په نورو اړوند چارو هم غور وكړے شو.