د بېروت چاٶدنو سپېځلو او د اعتبار وړ پلټنو په صورت د لبنيان مرستې له چمتو يو۔ كاناډا

بېروت 27 اګست (اے پي پي) كاناډا لبنان ته وړاندېز كړے چې د بېروت چاٶدنو سپېځلو او د اعتبار وړ پلټڼو كولو په صورت كاناډا د لبنان مرستې له چمتو دے۔ د نړيوالې ميډيا رپورټ له مخې دا خبره د كاناډا خارجه وزير فرانکوئس فلپ چيمين د زيارت په ورځ د لبنان دورې په موقع اولس مشر مچل عون سره د ملاقات نه پس كړې۔ ده ووئيل كاناډا د بېروت …

بېروت 27 اګست (اے پي پي) كاناډا لبنان ته وړاندېز كړے چې د بېروت چاٶدنو سپېځلو او د اعتبار وړ پلټڼو كولو په صورت كاناډا د لبنان مرستې له چمتو دے۔ د نړيوالې ميډيا رپورټ له مخې دا خبره د كاناډا خارجه وزير فرانکوئس فلپ چيمين د زيارت په ورځ د لبنان دورې په موقع اولس مشر مچل عون سره د ملاقات نه پس كړې۔ ده ووئيل كاناډا د بېروت چاٶدنو تحقيقاتو كښې مرستې له چمتو دے خو ھغې لپاره به ځېنې شرطونه وي ځكه چې ځائي اولس دا هيله لري چې كه كاناډا په پلټنو كښې مرسته كوي نو يوازې د سپېځلو او د اعتبار جوګه تحقيقاتو په صورت به كوي او انصاف ترلاسه كولو لپاره به تحقيقات په باريك بينۍ كول وي۔ ده ووئيل د غېر ملكي مالياتي ادارو مرستې لپاره به لبنان له يو داسې حكومت جوړول وي كوم چې د اوږدې مودې اصلاحات او د كرپشن په ضد جنګ وكړي او هر څوك په دې پوهېږي چې نړيوالې مرستي لپاره سنجيده اصلاحات ضروري دي او زما په خيال اصلاحات كښې اهم څيز استثني ختمول دي۔

مزید خبریں