بغداد ۔ 26 اګست (اے پی پی) عراق كښی په دوه بېلو سيمو كښې د داعش بريدونو په نتيجه كښی 8 كسان مړه او يو شمېر نور ژوبل شوي۔ د عراق ابلاغ ذريعو له مخې د كركوك په داقوق سيمه كښې په امنيتي پوسته ترهګرو بريد كړے چې په نتيجه كښې ئې لږ تر لږه 4 كسان مړه او يو شمېر نور ژوبل شوي ۔ د ابلاغ نړيوالو ذريعو له …
عراق كښې د داعش بريد ٬ 8 كسان مړه يو شمېر ژوبل

مزید خبریں
بغداد ۔ 26 اګست (اے پی پی) عراق كښی په دوه بېلو سيمو كښې د داعش بريدونو په نتيجه كښی 8 كسان مړه او يو شمېر نور ژوبل شوي۔ د عراق ابلاغ ذريعو له مخې د كركوك په داقوق سيمه كښې په امنيتي پوسته ترهګرو بريد كړے چې په نتيجه كښې ئې لږ تر لږه 4 كسان مړه او يو شمېر نور ژوبل شوي ۔ د ابلاغ نړيوالو ذريعو له مخې دې ډول يو بل بريد پېښه د ختيزې صوبې بعقوبه العظيم سيمه كښې رامخې ته شوې چرته چې څلور عراقي وګړي وژلې شوي ۔ عراق كښې د داعش ماتې خوړولو باوجود د دې ترهګرې ډلې پاتې عناصر بېلو سيمو كښې پټ شوي او دغې ځايونو څخه بې ګناه عراقي وګړي او پوليس اهلكار په نښه كوي







