ګرده نړۍ كښې د كورونا وائرس ځپلو شمېره 2 كروړ 38 لكه نه زياته شوې ٬ د مرګونو شمېره 8 لکھ 17 زره ته رسېدلې، امريكا كښې 181 زره كسان مړه شوي

واشنګټن، ریوډی جنیرو، میډرډ، نوې ډيلې ۔ 25 اګست (اے پی پی) ګرده نړۍ كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 2 کروړه 38 لکھ 13 زره ته رسېدلې ۔ د دې وائرس د لاسه تر دې دمه 8 لكه 17 زره نه زيات كسان مړه شوي۔ د نهې په ورځ د امريكې د ابلاغ ذريعو له مخې د نړۍ بېلو هېوادونو كښې د كورونا وائرس خپرېدو او د مرګونو زياتېدو …

واشنګټن، ریوډی جنیرو، میډرډ، نوې ډيلې ۔ 25 اګست (اے پی پی) ګرده نړۍ كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 2 کروړه 38 لکھ 13 زره ته رسېدلې ۔ د دې وائرس د لاسه تر دې دمه 8 لكه 17 زره نه زيات كسان مړه شوي۔ د نهې په ورځ د امريكې د ابلاغ ذريعو له مخې د نړۍ بېلو هېوادونو كښې د كورونا وائرس خپرېدو او د مرګونو زياتېدو لړۍ پرله پسې روانه ده۔ په ګرده نړۍ كښې د كورونا وائرس مصدقه ځپلو شمېره 23813035 او د فعاله ځپلو شمېره 6632076 ده۔ بېلو هېوادونو كښې تر دې دمه د كورونا وائرس د لاسه 817036 كسان د مرګ خولې ته تللي۔ امريكا كښې د كورونا وائرس ځپلو شمېره 59 لکھ 15 زره نه زياته شوې او په ګرد هېواد كښې تر دې دمه 181 زره نه زيات كسان مړه شوي۔ برازيل كښې د كورونا ځپلو شمېره 36 لکھ 27 زره نه زياته شوې او د دې د لاسه ګرد هېواد كښې د مړو شوو كسانو شمېره 115 زره 451 ته رسېدلې ۔ برازيل د كورونا وائرس رنځورانو او د دې د لاسه د مړو شوو كسانو په اعتبار سره د نړۍ دويم لوئے هېواد دے۔ بلخوا سپېن كښې د كورونا وائرس رنځورانو شمېره پرله پسې زياتېږي۔ هېواد كښې د كورونا وائرس نوو كېسونو رامخې ته كېدو نه وروستو مجموعي شمېره 4 لکھ 20 زره نه زياته شوې۔ ګرد هېواد كښې تر دې دمه 28872 كسان مړه شوي ۔ هند كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 31 لکھ 67 زره نه زياته شوې او د دې د لاسه تر دې دمه 58 زره 5 سوه 46 كسان مړه شوي۔ د هند روغتيا وزارت رپورټ له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس 61 زره نوې كېسونه رامخې ته شوي چې ورسره د ځپلو شمېره 3167323 ته رسېدلې ۔ د چارواكو له مخې هېواد كښې د كورونا رنځ څخه د ښه كېدونكو شمېره هم پرله پسې زياتېږي او تر دې دمه 23 لكه نه زيات كسان دې رنځ څخه روغ شوي دي۔

مزید خبریں