قاهرہ ۔ 24 اګست (اے پی پی) مصر كښې د پارلمان او د هېواد تر ټولو پخوانۍ او لويې ديني مدرسې جامعه الازهر ترمينځه په يوه نوې مسوده اختلاف رامخې ته شوي ۔ د پارلمان يو شمېر غړو لخوا وړاندې كړي بل كښی د هېواد افتا كونسل جامعه ازهر څخه د جلا كولو او د خپلواكه ادارې ګرځولو سپارښتنه شوې۔ په دې ترميمي بل جامعه الازهر سخت غبرګون ښودلو سره …
جامعه الازهر د مصر افتا كونسل ته د آزاد حېثيت وركولو قانوني مسوده رد كړه

مزید خبریں
قاهرہ ۔ 24 اګست (اے پی پی) مصر كښې د پارلمان او د هېواد تر ټولو پخوانۍ او لويې ديني مدرسې جامعه الازهر ترمينځه په يوه نوې مسوده اختلاف رامخې ته شوي ۔ د پارلمان يو شمېر غړو لخوا وړاندې كړي بل كښی د هېواد افتا كونسل جامعه ازهر څخه د جلا كولو او د خپلواكه ادارې ګرځولو سپارښتنه شوې۔ په دې ترميمي بل جامعه الازهر سخت غبرګون ښودلو سره وئيلي دي دارالافتا جامعه الازهر څخه جلا كول د الازهر تاريخي ديني اهميت ته زيان رسول دي۔ د هېواد قانون له مخې كومه هم ديني اداره يا افتا كونسل د خپلو پېشه ورو خذماتو په ترسره كولو كښې جامعه الازهر څخه جلا كېدے نه شي۔ افتاﺀ كونسل له د جامعه الازهر ترسېوري لاندې كار كول وي۔ په دې لړ كښې د جامعه الازهر مشر ډاكټر احمد الطيب د پارلمان سپيكر علي عبد العال ته يوه چيټۍ هم استولې ده۔ كومه كښې چې هغه وئيلي دي پارلمان كښی دې د بل په حقله د الازهر دريځ هم واورېدلے شي۔ ده د دارالافتا کونسل په اړه بل متنازع ګرځولو سره سره دغه دستوري غلطي هم ګرځولې ده۔ د هغه وېنا وه د افتا کونسل نوے او آزاد تنظيم د جامعه الازهر ادارې يو بل څخه د لرې كولو ٬ د اختيارات تقسيمولو او د جامع برابر د يوې ادارې جوړولو هڅه ده۔







