کابل ۔23 اګست (اے پی پی) د افغانستان بلخ ولايت كښې د مائين چاؤدنې په نتيجه كښې لږ تر لږ 12 امنيتي اهلكار مړه شوي دي۔ دافغان خبر رسنې ادارې لمخې د بلخ ولايت د دولت آباد سيمې ځائي انتظاميې يو اعلی عهدېدار محمد يوسف اولم زاده وېنا ده چې د بلخ ولايت يختيان سيمه كښې د امنيتي اهلكارو يو ګاډې مائين چاؤدنې سره والوزولې شو۔ په دې پېښه كښې …
افغانستان كښې مائين چاؤدنه ، 12 امنيتي اهلكار مړه

مزید خبریں
کابل ۔23 اګست (اے پی پی) د افغانستان بلخ ولايت كښې د مائين چاؤدنې په نتيجه كښې لږ تر لږ 12 امنيتي اهلكار مړه شوي دي۔ دافغان خبر رسنې ادارې لمخې د بلخ ولايت د دولت آباد سيمې ځائي انتظاميې يو اعلی عهدېدار محمد يوسف اولم زاده وېنا ده چې د بلخ ولايت يختيان سيمه كښې د امنيتي اهلكارو يو ګاډې مائين چاؤدنې سره والوزولې شو۔ په دې پېښه كښې 12 امنيتي اهلكار مړه او يو شمېر نور ژوبل شول۔ تر دې دمه كومې ډلې د دې پېښې ذمه واري په خپله غاړه اخستې نه ده۔ دا خبره دې ياده وي چې د افغانستان بلخ ولايت د هېواد قطبي اړخ ته هغه صوبو كښې شامل دے چرته زياته ناامني ده







