د كورونا وائرس ویكسین په دريم پړاؤ كلینیكل ټرائلز كښې تر ډيره حده پیشرفت شوے، د چین سائنو فارم ګروپ

بیجنګ 21 اګست (اے پی پی) د چین سائنو فارم ګروپ چیئرمین لیو جینګ زین وئيلي دي د سائنو فارم ګروپ جوړ كړي نوول دي كورونا وائرس غیر فعاله ویكسین په دريم پړاؤ كلینیكل ټرائلز كښې تر ډيره حده پیشرفت رامخې ته شوے ۔ ده په يوه مركه كښې ووئيل د بیجنګ او ووهان دوه ریسرچ او پروډكشن مركزونو عام كلن پیداوار بیس كروړ ویكسین څخه زياتيدے شي،دې لپاره د ویكسین رسد او آرزانه بيعه به باوري كولې شي