امریكا كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو شميره56 لكهه 55 زره څخه زياته شوه، يو لكهه 75 زره څخه زيات كسان مړه شول

واشنګټن 19 اګست (اے پی پی) امریكا كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو شميره 56 لكهه 55 زره څخه زياته شوې ٬ دغسې ټول هيواد كښې د وائرس له امله تر اوسه يو لكه 75 زره څخه زيات كسان مړه شوي۔ د شورو په ورځ د امریكې ميډيا له مخې هيواد كښې د كورونا وائرس رنځورانو شميره 5655974 ته رسيدلې۔ د امریكې د روغتيا محكمې چارواكو …

واشنګټن 19 اګست (اے پی پی) امریكا كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو شميره 56 لكهه 55 زره څخه زياته شوې ٬ دغسې ټول هيواد كښې د وائرس له امله تر اوسه يو لكه 75 زره څخه زيات كسان مړه شوي۔ د شورو په ورځ د امریكې ميډيا له مخې هيواد كښې د كورونا وائرس رنځورانو شميره 5655974 ته رسيدلې۔ د امریكې د روغتيا محكمې چارواكو له مخې هيواد كښې د كورونا وائرس فعاله ځپليو شميره 24 لكهه 70 زره څخه زياته ده دغسې د دې وائرس له امله په ټول هيواد كښې تر اوسه 175074 كسان مړه شوي۔ امریكا كښې د كورونا وائرس كیسونو شميره تر تشویشناك حد زياتېږي ۔ امریكه كښې د كورونا فعاله ځپليو شميره 2469802 ده۔ چارواكو له مخې هيواد كښې تر اوسه د كورونا وائرس له امله ځپلے شوي 3011098 كسان ښه شوي۔ دا خبره دې ياده وي امریكا د كورونا وائرس وبا له امله تر ټولو زيات ځپلے شوے هيواد دے۔ امریكه كښې د كورونا وائرس وړومبنے كیس سږ كال په 22 جنوری رامخې ته شوے ؤ

مزید خبریں