دمشق 17 اګست (اے پي پي) شمالي ختيزه سوريه كښې د اتحادي پوځ فضائي بريد كښې دوه ځائي عسكر مړه شوي۔ د سوريه خبر رسنې ادارې سانا د وار ټائم مانيټرز "سيرين ابزروېټري آف هيومن رائټس په اړه وئيلي دي په قمېشلي كښې په پوځي پوسته د اتحادي ځواكونو لخوا يو غېر معمولي فضائي بريد شوے چې په ترڅ كښې ئې دوه پوځي اهلكار مړه او دوه نور ژوبل شوې۔ …
سوريه كښې د اتحادي پوځ فضائي بريد كښې دوه عسكر مړه شول

مزید خبریں
دمشق 17 اګست (اے پي پي) شمالي ختيزه سوريه كښې د اتحادي پوځ فضائي بريد كښې دوه ځائي عسكر مړه شوي۔ د سوريه خبر رسنې ادارې سانا د وار ټائم مانيټرز “سيرين ابزروېټري آف هيومن رائټس په اړه وئيلي دي په قمېشلي كښې په پوځي پوسته د اتحادي ځواكونو لخوا يو غېر معمولي فضائي بريد شوے چې په ترڅ كښې ئې دوه پوځي اهلكار مړه او دوه نور ژوبل شوې۔ د سيرين آبزرويټري آف هيومن رائټس له مخې د سوريې پوځ د امريكې پوځي فاقلے ته په قمېشلي چېك پوسټ د تېرېدو اجازه نه وه وركړې او د دې نه ګهړۍ شبيه وروستو د امريكې جنګي الوتكو چېك پوسټ په نښه كړے۔ د يادونې وړ ده په تېرو شپږو مياشتو كښې دا د خپل نوعيت وړومنۍ پېښه ده۔







