خادم الحرمين الشريفين شاه سلمان د تريخي كامياب آپرېشن نه پس د آرام لپاره نيوم ته ورسېد

رياض 13 اګست (اے پي پي) د سعودي عرب خادم الحرمين الشريفين شاه سلمان د تريخي كامياب آپرېشن نه پس د آرام په غرض بحيره احمر سره نزدې د سعودي نيوم ښار ته رسېدلے چرته چې به ھغه تر بشپړه صحت يابۍ څه وخت تېروي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د 84 كلن شاه سلمان د تريخي آپرېشن نه پس صحت د وړاندې نه بهتر دے او سركاري …

رياض 13 اګست (اے پي پي) د سعودي عرب خادم الحرمين الشريفين شاه سلمان د تريخي كامياب آپرېشن نه پس د آرام په غرض بحيره احمر سره نزدې د سعودي نيوم ښار ته رسېدلے چرته چې به ھغه تر بشپړه صحت يابۍ څه وخت تېروي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د 84 كلن شاه سلمان د تريخي آپرېشن نه پس صحت د وړاندې نه بهتر دے او سركاري ټي وي تر مخه باچا سلمان د الوتكې نه د كوزېدو په مهال هم ښودلے شوے ۔ چارواكو ووئيل د خادم الحرمين الشريفين د ميډيا كورريج نه پس د ھغه د صحت پحقله رامخې ته شوې ډونډورې به هم ختمې شي۔ د يادونې وړ ده باچا سلمان كال 2015 څخه د نړۍ د لوي خام تېلو برآمد كوٶنكې او د خليج د لوي معيشت سعودي عرب واكمن دے ۔ د ھغه په دور كښې په لويه كچه اصلاحاتي عمل سره سره د هېواد پرمختګ لپاره پراخه اقدامات شوي۔ د يادونې وړ ده د سعودي شاهي كورنۍ په روايتي توګه ګرمۍ په مراكش او نورو اروپائي ځايونو كښې تېروي۔

مزید خبریں