افغانستان كښې د کرونا وائرس 76 نوي كېسونه رپورټ شول

کابل 12 اګست (اے پي پي) افغانستان كښې د كرونا وائرس 76 نوو كېسونو رپورټ كېدو نه پس د ځپليو مجموعي شمېره 37 زره 345 ته رسېدلې ده ۔ د افغانستان د صحت وزارت له مخ د تېرو 24 ساعتو په مهال 418 ټېسټ شوي چې په سوب ئې په لسو ولايتونو كښې 76 ټېسټونه پازيټيو راغلي ۔ دغسې په هېواد كښې تر اوسه د وباء په سوب 1345 كسان مړه شوي او 26 زره 694 رنځوران ښه شوي دي ۔ د يادونې وړ ده په افغانستان كښې تر اوسه 97 زره 199 ټېسټونه شوي دي۔(GUL/ZIA/1602)