سعودی عرب ، د كورونا صورتحال نه پس د 350 اربه ریالو سامان درآمد كړو

ریاض 12 اګست (اے پی پی) سعودی عرب د كورونا وائرس وباﺀ صورتحال نه پس د 350 اربه ریال څخه زيات سامان درآمد كړے ۔ هوائی ميدانونو ، بندر ځايونو او د سرحدی چوكیو څخه كسټم كارروائی بشپړه شوې۔ د سعودی د كسټم محكمې ووئيل د كورونا وباﺀ پيل كيدو نه پس تر 9 اګست 2020 د 350.67 اربه ریالو سامان كسټم كړے شوے۔ د كسټم محكمې په ټوئټر بیان كښې وئيلي دي 24 كروړه 83 لكهه 4 زره 63 ټنه سامان راوړلے شوے۔ د دې بيعه 350.67 اربه ریاله وه۔