هند، بس كښې د اور لګيدلو له امله د 2 ماشومانو او يوې ميرمن پشمول 5 كسان مړه شول

نوې ډيلې 12 اګست (اے پی پی) د هند جنوبی ریاست كرناټك په چترادورګا ضلع كښې بس كښې د شارټ سركټ له امله د اور لګيدلو په نتيجه كښې د دوو ماشومانو او يوې ميرمن پشمول 5 كسان مړه او ګڼ ژوبل شوي۔ د هند ميډيا له مخې ځائې پوليس چارواكو ووئيل دا پيښه د شورو په ورځ سهار چترادورګا ضلع هائی وے په آر هالی سيمه رامخې ته شوې كله چې د مسافرو بس وجیاپورا څخه بنګلور ته روان ؤ ٬ په دې مهال د بس انجن كښې شارټ سركټ له امله اور ولګيد چې په نتيجه كښې ئې 5 كسان مړه شوي۔ بس كښې 32 مسافر ناست وؤ، پيښه كښې ژوبل كسان نزدې روغتون ته رسولے شوي