واشنګټن 11 اګست (اے پی پی) امريكا كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلو كسانو او د مړو شميره پرله پسې زياتيږي، د امريكې بيلو ریاستونو كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه يو لكه 66 زره څخه زيات كسان مړه شوي۔ د نهې په ورځ د امریكې ميډيا له مخې د هيواد په ریاستونو كښې اوس هم د كورونا وائرس تندۍ سره خپريږي۔ د امریكې د روغتيا …
امريكا كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلو او د مړو شميره پرله پسې زياتېږي ، يو لكه 66 زره څخه زيات كسان مړه شول

مزید خبریں
واشنګټن 11 اګست (اے پی پی) امريكا كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلو كسانو او د مړو شميره پرله پسې زياتيږي، د امريكې بيلو ریاستونو كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه يو لكه 66 زره څخه زيات كسان مړه شوي۔ د نهې په ورځ د امریكې ميډيا له مخې د هيواد په ریاستونو كښې اوس هم د كورونا وائرس تندۍ سره خپريږي۔ د امریكې د روغتيا محكمې له مخې هيواد كښې دا مهال د كورونا وائرس ځپليو شميره 52 لكهه 51 زره څخه زياته ده، هيواد كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه 166192 مړه شوي دغسې دا مهال د كورونا وائرس فعاله كیسونو مصدقه مجموعی شميره 2369320 ده۔ چارواكو ووئيل امريكا كښې د كورونا وائرس له امله ځپلے شوي 2715934 كسان تر اوسه ښه شوي۔ د كورونا وائرس وباﺀ له امله امريكا تر ټولو زيات ځپلے هيواد دے۔ د امريكې نه علاوه برازیل، هند، روس، جنوبی افریقه، پیرو، میكسكو او چلی كښې هم پھ لكهونو كسان ځپلے شوي۔ امريكا كښې د كورونا وائرس وړومبنے كیس سږ كال په 22 جنوری رامخې ته شوے ؤ۔ امريكا كښې د كورونا وائرس رنځورانو شميره اوس هم تر تشویشناك حده زياتېږي۔







