د ایران، افغانستان او ازبكستان درې اړخيزه ټرانزټ كوریډور په آزمېښتې توګه پرانستلے شو

تهران 11 اګست (اے پی پی) د ایران، افغانستان او ازبكستان درې اړخيزه ټرانزټ كوریډور په آزمېښتې توګه كار پيل كړے۔ د ایران ډائریكټر جنرل ټرانزټ كسټم مصطفی آیتی ووئيل د جنوبی ایران ساحلی ښار بندر عباس شهید رجائی ټرمنل څخه دوه ټركه ټرانزټ سامان ازبكستان ته روان شوے ۔ ده ووئيل د درې اړخيزه ټرانزټ كوریډور ترمخه د ليږلې شوي سامان دا ټركونه دوغارون پولې سره نزدې افغانستان ته داخلېږي او بيا به ازبكستان ته رسي۔ ډائریكټر جنرل ټرانزټ كسټم ووئيل ایران،افغانستان او ازبكستان دې نوي كوریډور د كم خرڅ سره سره د سيمه ايز تجارت وده كښې مهم كردار ترسره كوي ۔ ده ووئيل د دې كوریډور د بشپړه فعاليدو په صورت به افغانستان كښې امن بحالیدو له مرسته تر لاسه شي