د بنديوانو خوشې كولو عمل ترسره كېدو نه پس په يوه اونۍ كښې دولت سره د سولې مذاكرات پېل كولو ته چمتو يو

كابل 10 اګست (اے پي پي) افغان طالبانو وئيلي دي د طالب بنديوانو د خوشې كولو عمل ترسره كېدو نه پس په يوه اونۍ كښې دولت سره د سولې مذاكرات پېل كولو ته چمتو يو. د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د طالبانو وياند سهېل شاهين وئيلي دي د طالب بنديوانو خوشې كولو او د سولې مذاكراتو په اړه زمونږ دريځ څرګند دے. كه د بنديوانو د خوشې كېدو عمل ترسره شي نو مونږ په يوه اونۍ كښې دننه د افغانانو ترمېنځه مذاكراتو ته چمتو يو. د مذاكراتو وړومبې پړاٶ به د قطر په پلازمينه دوحه كښې كېږي. ده ووئيل د سولې په مذاكراتو كښې به د طالب پلاوي مشري عباس ستانكزئ كوي. د بنديوانو خوشې كېدو په معامله د افغانستان د قومي سلامتيا كونسل وياند جاوېد فېصل ووئيل افغان دولت به په راتلونكو دوه ورځو كښې د 400 طالب بنديوانو د خوشې كولو عمل پېل كړي. د يادونې وړ ده لويې جرګې په سنګينو جرائمو كښې د ككړو 400 طالب بنديوانو د خوشې كولو منظوري وركړې ده . د بنديوانو د خوشې كېدو معامله د سولې مذاكراتو په لار كښې يو لوي خنډ ګڼلے شو