يونان كښې د بارانونو او سېلاب د لاسه 7 كسان مړه شول

ایتھنز ۔ 10 اګست (اے پی پی) د یونان منځنۍ جزيره ايويه كښې د طوفاني بارانونو او سېلاب په نتيجه كښې د 3 كوچنيانو په شمول لږ تر لږه 7 كسان مړه شوي۔ د يونا ابلاغ ذريعو له مخې د فائر برېګېډ عهدېدارانو وئيلي دي په مړو شوو كسانو كښې د پولیټیکا كلي د درېو كوچنيانو په شمول د پلازمينې ايتھنز قطبي ختيز كلي او د ايويه بورټزي كلي 4 كسان شامل دي۔ د مرستې كارروائيو په مهال د درځنونو په شمېر كسان اوبو نه ژوندي راويستلې شوي۔ دغسې د چورلكې د لارې 43 كسان بچ كولو سره محفوظو ځايونو ته رسولې شوي۔ د رپورټ له مخې يونان كښې د اوسنيو بارانونو د لاسه د عام وګړو ژوند سخت ځپلے شوے۔