لبنان كښې د پارلمان 9 غړو ، 2 وزيرانو استعفیٰ وركړه

بیروت 10 اګست (اے پی پی) لبنان كښې د چاؤدنو نه پس د رامخې ته شوي صورتحال نه ورستو تر اوسه د پارلمان 9 غړو او دوو وزيرانو د خپلو چوكو څخه استعفیٰ وركړې ده۔ الجزیرہ له مخې تيره اوونۍ كښې د نهې په ورځ د چاؤدنو نه پس حکومت سخت فشار كښې د راتللو سره د اطلاعات وزير منال عبدل صمد او د ماحوليات وزير ډیمیانوس کتټر د اتوار په ورځ د خپلو چوكو څخه استعفیٰ وركړې ده دغسې په دې مهال د پارلمان 9 غړو هم د خپلو چوكو څخه استعفیٰ وركړې چې بكښې مروان حمادے ،پولا یاکوبیئین،ندیم جیمیل،سیمی جیمیل،الیاس هانکش، نعیمت افریم، مشیل معاذ،دیما جمالی، هنری هیلو شامل دي