د چين اولس مشر شي جن پنګ د بېلا روس اولس مشر الېګزنډر لوکا شينکوف ته په اولس مشر ټاكلے كېدو مباركي وركړه

بيجنګ 10 اګست (اے پي پي) د چين اولس مشر شي جن پنګ د بېلا روس اولس مشر الېګزنډر لوکا شينکوف ته په ټاكلے كېدو مباركي وركړې ده۔ د چين راډيو له مخې د مباركۍ خپل پېغام كښې شي جن پنګ ووئيل په يو ځل بيا د بېلاروس په اولس مشر ټاكلې كېدو زه اليګزنډر لوکاشينکوف ته د چين حكومت او اولس لخوا مباركي وركوم۔ ده ووئيل چين بېلاروس سره خپلو اړيكو ته زيات اهميت وركوي او زه د اولس مشر الېګزنډر سره په ګډه د دواړو هېوادونو جامع لائحې شراكت دارې اړيكې مخ په وړاندې بوتللو لپاره هڅې كول غواړم دغسې چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې مرسته لا زياته شي۔