افغانستان كښې بمي چاؤدنه ، 8 وګړي مړه ، 2 ژوبل

كابل 10 اګست (اے پی پی) د افغانستان پايه تخت كابل سره نزدې سيمه او قندھار ولايت كښې د بمي چاؤدنو په نتيجه كښې 8 وګړي مړه او 2 ژوبل شوي۔ د چین خبر رسنې ادارې له مخې د كابل پولیس ووئيل بمي چاؤدنه كښې د پولیس مكروریان چاروم كښې يو ګاړې په نښه كړے شوے چې په نتيجه كښې ئې په ګاړې كښې ناست 2 كسان ژوبل شوي خو د هغوي شناخت لا نه دے شوے او نه ئې څه تفصيلات وركړې شوي۔ دې څخه وړاندې تيره ورځ د مائن په چاؤدنه كښې 8 وګړي مړه شوي وؤ۔ په دې اړھ د كورنيو چارو وزارت وياند طارق آریان ووئيل تيره روځ د قندھار ارغستان سيمه كښې يو ګاړے د مائن سره ټكر شوے چې په نتيجه كښې ئې 8 وګړي مړه شوي