لندن 10 اګست (اے پی پی) برتانیه كښې د كورونا وائرس خپريدو باوجود د هيواد وزیراعظم د سكولونو په پرانستلو زور راوړے۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې د برتانیې وزیراعظم بورس جانسن وئيلي دي چې د ستمبر په مياشت كښې د سكولونو پرانستل يو سماجی او اقتصادی ضرورت دے او احتیاط سره به په سكولونو كښې هلې ځلې بيا پيل كولې شي۔ ده ووئيل سباؤن كښې بايد د …
د برتانيې وزیراعظم په هيواد كښې د سكولونو په پرانستلو زور راوړے

مزید خبریں
لندن 10 اګست (اے پی پی) برتانیه كښې د كورونا وائرس خپريدو باوجود د هيواد وزیراعظم د سكولونو په پرانستلو زور راوړے۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې د برتانیې وزیراعظم بورس جانسن وئيلي دي چې د ستمبر په مياشت كښې د سكولونو پرانستل يو سماجی او اقتصادی ضرورت دے او احتیاط سره به په سكولونو كښې هلې ځلې بيا پيل كولې شي۔ ده ووئيل سباؤن كښې بايد د قرنطینه لپاره سكولونه آخري آپشن وي كوم به چې بندولې شي۔ برتانیه كښې د مارچ په مياشت كښې قرنطینه لپاره سكولونه بند كړې شوي وو او جون كښې بيا په محدود پیمانه ماشومانو لپاره بيا پرانستلې شوې ؤ۔ برتانیه كښې تر اوسه 3 لكه 9763 كسان د كورونا په رنځ اخته دي او 46566 كسان مړه شوي دي







