په نیوزی لینډ كښې 5 ورځو راهسې د كورونا وائرس كوم نوے كیس نه دې رپورټ شوے، د ځپل شويو كسانو مجموعی شميره 1,219 پاتې شوې

ویلنګټن 10 اګست (اے پی پی) په نیوزی لینډ كښې د تيرو 5 ورځو راهسې د كورونا وائرس كوم نوے كیس نه دې رامخې ته شوے، دغسې په هيواد كښې د ځپل شويو كسانو مجموعی شميره 1,219 پاتې شوې۔ د روغتيا وزارت لخوا جاری شوي بيان له مخې په هيواد كښې د اېكټو كېسونو شميره 21 او مجموعی كیسونه 1,219 دي خو په دې كښې يو رنځور هم داسې نشته كوم چې تشويشناك وي دغسې تيرو 100 ورځو راهسې كورونا وائرس د يو تن څخه بل تن ته نه دې منتقل شوے۔ د وزارت له مخې د كورونا وائرس وباء په ټوله نړۍ كښې خپره شوې او بايد د نیوزی لینډ هر يو وګړې خبر وي چې كورونا وائرس بيا هم خپريدې شي لهذا د احتیاطی تدابیرو په توګه دې د هيواد هر يو وګړې د ماسك استعمال باوري كړي