په امریكا كښې كورونا وائرس ځپليو شميره 50 لكهه 32 زره څخه زياته شوې، يو لك 62 زره كسان مړه

واشنګټن 07 اګست (اے پی پی) امریكا كښې د كورونا وائرس له امله د ځپليو كسانو شميره د 50 لكه 32 زره څخه زياته شوې دغسې په هيواد كښې كورونا وائرس له امله تر اوسه د يو لك 62 زره څخه زيات كسان مړه شوي دي۔ د امریكې ميډيا له مخې د هيواد په ځينې ریاستونو كښې كورونا وائرس رنځورانو او مړو شميره اوسنيو ورځو كښې نور هم زياتوالې شوې۔ امریكا كښې دا مهال كورونا وائرس فعاله ځپليو شميره 2292707 ده، هيواد كښې تر اوسه كورونا وائرس له امله 162804 كسان مړه شوي دي۔ د چارواكو له مخې د هيواد په ځينې ریاستونو كښې كورونا وائرس ځپليو شميره كښې اضافه شوې ده۔ امریكا كښې كورونا وائرس وړومبې كیس تشخیص سږ كال په 22 جنوری شوې ؤ۔ چارواكو ووئيل امریكا كښې كورونا وائرس له امله ځپليو كسانو شميره كښې پرله پسې اضافه كيږي۔ امریكا كښې اوس د كورونا وائرس له امله په مجموعی توګه 5032179 كسان ځپلې شوي دي۔ بلخوا اندېښنه څركنده شوې چې امریكا كښې سږ كال تر 01 دسمبر كورونا وائرس له امله تقریبا درې لكه كسان مړه كيدې شي۔ واشنګټن پوهنتون اسكول آف میډیسن ډیپارټمنټ خپل يو رپورټ كښې ادعا كړې چې امریكا كښې تر دسمبر كورونا له امله د مړو شميره درې لكه ته رسيدلې شي