د لبنان چاودنو په سبب د بندر ځائ ټول چارواكي په كورونو كښې نظر بند كړے شوي

بېروت 06 اګست (اے پی پی) د لبنان په پايه تخت بېروت كښې د شويو چاودنو په سبب د بندر ځائ ټول چارواكي په كورونو كښې نظر بند كړے شوي دي. او د مرستې چارې ګړندې كولو لپاره د ټول هېواد په كچه بېړنې حالت نافذ كړے شوے. د مېډيا له مخې د لبنان د ا طلاعاتو وزير منال عبدالصمد وئيلي دي چې د بېروت په بندر ځائ كښې په …

بېروت 06 اګست (اے پی پی) د لبنان په پايه تخت بېروت كښې د شويو چاودنو په سبب د بندر ځائ ټول چارواكي په كورونو كښې نظر بند كړے شوي دي. او د مرستې چارې ګړندې كولو لپاره د ټول هېواد په كچه بېړنې حالت نافذ كړے شوے. د مېډيا له مخې د لبنان د ا طلاعاتو وزير منال عبدالصمد وئيلي دي چې د بېروت په بندر ځائ كښې په ګودام كښې د چاودنو تر پلټونو ترسره كېدو به د بندر ځائ ټول چارواكي په خپلو كورونو كښې نظر بند وي. د لبنان صدر مچل عون وئيلي دي چې د بېروت په بندر ځائ كښې په ګودام كښې 2,750 امونيم ټائټرېټ په غېر قانوني توګه ذخيره كړې شوي او په سبب ئې په لويه پېمانه تباهي شوې. په چاودنو كښې 135 كسان مړه او د 4000 نه زيات ژوبل شوي دي. د مرستې چارې لا هم روانې دي.

مزید خبریں