امريكې د طالبانو او د افغان دولت ترمېنځه د اختر په مهال د جنګ بندې هركلے وكړو

واشنګټن 29 جولائي (اے پي پي) امريكې د طالبانو او د افغان دولت ترمېنځه د اختر په مهال د جنګ بندې د پرېكړې هركلے كړے. د امريكې خبر رسنې ادارې له مخې د افغانستان د سولې عمل لپاره د امريكې ځانګړي استازي زلمي خليل زاد د شورو په ورځ په خپل يو ټويټ كښې وئيلي دي امريكا د طالبانو او افغان دولت ترمېنځه د جنګ بندې د اعلان هركلے كوي. …

واشنګټن 29 جولائي (اے پي پي) امريكې د طالبانو او د افغان دولت ترمېنځه د اختر په مهال د جنګ بندې د پرېكړې هركلے كړے. د امريكې خبر رسنې ادارې له مخې د افغانستان د سولې عمل لپاره د امريكې ځانګړي استازي زلمي خليل زاد د شورو په ورځ په خپل يو ټويټ كښې وئيلي دي امريكا د طالبانو او افغان دولت ترمېنځه د جنګ بندې د اعلان هركلے كوي. ده ووئيل په افغانستان كښې د ناټو مشر، د امريكې سفير او زه افغان اولس لپاره د اختر سوله ايزه رخصتي غواړو. ده ووئيل امريكا غواړي چې دا اختر د ټولو افغانانو يو بل ته د نزدې كېدو او د پوخ امن سبب وګرځي. ده ووئيل مونږ غواړو چې د افغانستان امنيتي ځواكونه د اولس خدمت روان وساتي، د دوي د هڅو مننه كوو. په كابل كښې د امريكې سفير هم په يو ټويټ كښې د جنګ بندې د پرېكړې هركلے كړے

مزید خبریں