په امريكا كښې د كورونا وائرس د دوه ممكنه واكسينو حتمي ازمېښت پېل شو

واشنګټن 29 جولائي (اے پي پي) په امريكا كښې د كورونا وائرس د دوه ممكنه واكسينو حتمي ازمېښت پېل شوے چې دغسې د دې د محفوظ او موثره كېدو باور وكړے شي. د امريكې د بائيوټېك فرم موډرنا واكسين د نېشنل انسټي ټيوټ آف الرجي اېنډ انفېكشس ډيزيز تيار كړي او د دې وړومبې خوراك د جارجيا په سوانا ښار كښې وړومبي رضاكار ته وركړے شوے. په ټول هېواد كښې …

واشنګټن 29 جولائي (اے پي پي) په امريكا كښې د كورونا وائرس د دوه ممكنه واكسينو حتمي ازمېښت پېل شوے چې دغسې د دې د محفوظ او موثره كېدو باور وكړے شي. د امريكې د بائيوټېك فرم موډرنا واكسين د نېشنل انسټي ټيوټ آف الرجي اېنډ انفېكشس ډيزيز تيار كړي او د دې وړومبې خوراك د جارجيا په سوانا ښار كښې وړومبي رضاكار ته وركړے شوے. په ټول هېواد كښې به په مجموعي توګه د روغتيا 30 زره رضاكارو ته دا واكسين د څو اونيو په وقفې سره دوه ځله وركولے شي. د دې ادارې مشر ډاكټر انتهوني فاوچي خبريالانو ته وئيلي دي د وروستي پړاٶ د ازمېښت وړومبې نتيجې به تر نومبر معلومې شي. كه نتيجې كاميابې راغلې نو موډرنا به هر كال د واكسين 50 كروړه خوراكونه تياروي او هيله ده چې هر كال به دا خوراكونه يو ارب ته ورسوي. بل تجزياتي واكسين د امريكې فائزر كمپنې تيار كړي چې ورسره پكښې د المان بايو اېن ټېك مرسته كړې. دا واكسين به په امريكا، برازيل، ارجنټائن او المان كښې 30 زره كسانو ته وركولے شي

مزید خبریں