واشنګټن/ریوډی جنیرو/ نوې ډيلې 29 جولائی (اے پی پی) ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د ځپليو كسانو شميره يو كروړ 69 لكهه څخه زياته شوې دغسې د دې وائرس له امله تر اوسه 6 لكهه 64 زره څخه زيات كسان مړه شوي۔ د شورو په ورځ د امریكې ميډيا له مخې د نړۍ په بيلو هيوادونو او سيمو كښې د كورونا وائرس اوس هم په تندۍ سره …
ټوله نرۍ كښی د كورونا وائرس له امله د ځپلو شميره يو كروړ 69 لكهه څخه زياته شوه ، 6 لكهه 64 زره څخه زيات كسان مړه شول

مزید خبریں
واشنګټن/ریوډی جنیرو/ نوې ډيلې 29 جولائی (اے پی پی) ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د ځپليو كسانو شميره يو كروړ 69 لكهه څخه زياته شوې دغسې د دې وائرس له امله تر اوسه 6 لكهه 64 زره څخه زيات كسان مړه شوي۔ د شورو په ورځ د امریكې ميډيا له مخې د نړۍ په بيلو هيوادونو او سيمو كښې د كورونا وائرس اوس هم په تندۍ سره خپريږي، د كورونا وائرس له امله نړۍ كښې د ځپليو كسانو شميره 16,920,857 څخه زياته شوې دغسې د فعاله رنځورانو شميره5,771,400 ته رسيدلې ده ۔ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه 664,141 كسان مړه شوي۔ د كورونا وائرس رنځورانو په اعتبار سره امریكا نړۍ كښې تر ټولو زيات ځپلے هيواد دے، برازیل په دويم لمبر او هند په دريم لمبر دي دغسې د مړو په اعتبار سره امریكا په وړومبي ، برازیل په دويم او برتانيه په دري لمبر دي ۔ امریكه كښې د كورونا وائرس له امله د ځپليو كسانو شميره45 لكهه ته رسيدلې دغسې تر اوسه د دې وباﺀ له امله يو لكه 52 زره څخه زيات كسان مړه شوي۔ امریكا كښې دا مهال د فعاله رنځورانو شميره 21لكهه 57 زره څخه زياته ده۔ چارواكو له مخې هيواد كښې تر اوسه د كورونا وائرس 4498475 رنځورانو تصدیق شوے۔ برازیل كښې د كورونا وائرس ځپليو شميره 24 لكهه ته رسيدلې۔ برازیل كښې د كورونا له امله تر اوسه 2484649 كسان ځپلے شوي دغسې 88634 كسان مړه شوي۔ برازیل كښې د كورونا وائرس فعاله كیسونو شميره 674455 ده۔ هند كښې د كورونا وائرس رنځورانو شميره تر تشویشناك حد زياتېږي ۔ هند په ټوله نړۍ كښې د ځپليو هيوادونو فهرست كښې په دريم لمبر دے، دغه هيواد كښې د كورونا رنځورانو مجموعی شميره 1535335 ده۔د هند په بيلو ریاستونو كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 34252 ته رسيدلې، هيواد كښې دا مهال د كورونا فعاله رنځورانو شميره 511205 ده۔







