بيجنګ 28 جولائي (اے پي پي)چين وئيلي دي چې هانګ کانګ به برتانيه، کاناډا او آسټراليا سره د جرائمو مخنيوي لپاره د شريكې مرستې لوظنامه معطل كړي۔ د ميډيا له مخې د چين خارجه وزارت وياند وانګ وېنبن د ورځني بريفنګ په مهال ووئيل چې برتانيې٬ كاناډا او اسټراليا د نوي امنيتي قانون په نفاذ هانګ كانګ سره د حوالې لوظنامه معطل كولو سره د چين په كورنيو چارو كښې …
هانګ کانګبه برتانيه، کاناډا او آسټراليا سره د جرائمو مخنيوي لپاره د شريكې مرستې لوظنامه معطل كړي

مزید خبریں
بيجنګ 28 جولائي (اے پي پي)چين وئيلي دي چې هانګ کانګ به برتانيه، کاناډا او آسټراليا سره د جرائمو مخنيوي لپاره د شريكې مرستې لوظنامه معطل كړي۔ د ميډيا له مخې د چين خارجه وزارت وياند وانګ وېنبن د ورځني بريفنګ په مهال ووئيل چې برتانيې٬ كاناډا او اسټراليا د نوي امنيتي قانون په نفاذ هانګ كانګ سره د حوالې لوظنامه معطل كولو سره د چين په كورنيو چارو كښې مجموعي لاس وهنه كړې ده۔ د يادونې وړ ده چې د استخباراتي شېئرنګ مقصد په اړه د امريكې ٬ برتانيې٬ كاناډا ٬ اسټراليا او نيوزي لېنډ ترمېنځه “فائيو ائيز” په نامه يوه لوظنامه شته په دې كښې څلورو هېوادونو هانګ كانګ سره د حواله كولو لوظنامې د وړاندې نه معطل كړې دي چې په پېروي كولو نيوزي لېنډ هم د لوظنامې معطل كولو اعلان كړے







