په لوږه كښې هره مياشت 10 زره ماشومان خپل ژوند دلاسه وركوي. ملګري ملتونه

ملګري ملتونه 28 جولائي (اے پي پي) ملګرو ملتونو وئيلي دي چې په نړۍ كښې د كورونا په وجه د خوراك رسنه ځپل شوې او په نتيجه كښې ئې هره مياشت 10 زره ماشومان خپل ژوند د لاسه وركوي، دغسې په يو كال يو لك شل زره ماشومان مړه كېږي. د يو تازه راپور له مخې د خوراك نه ترلاسه كېدو په وجه هره مياشت د پنځه نيم لكو نه …

ملګري ملتونه 28 جولائي (اے پي پي) ملګرو ملتونو وئيلي دي چې په نړۍ كښې د كورونا په وجه د خوراك رسنه ځپل شوې او په نتيجه كښې ئې هره مياشت 10 زره ماشومان خپل ژوند د لاسه وركوي، دغسې په يو كال يو لك شل زره ماشومان مړه كېږي. د يو تازه راپور له مخې د خوراك نه ترلاسه كېدو په وجه هره مياشت د پنځه نيم لكو نه د زياتو ماشومانو جسماني پرمختګ متاثر كېږي او دوي بېلا بېلو ناروغيو سره مخ كېږي. ملګري ملتونه وائي چې كه په ماشومانو كښې د غذائيت بحران ته پام ونه كړے شو نو د دې به سختې نتيجې راوځي او دا صورتحال د پوره يو نسل د تباهې سبب جوړېدے شي

مزید خبریں