په يوكرائن كښې د پوځ او بېلتون غوښتونكو ترمېنځه په جنګ بندې عمل پېل شو

كېف 28 جولائي (اے پي پي) په يوكرائن كښې د پوځ او د روسيې پلوي بېتلون غوښتونكو ترمېنځه د كلونو نه د روانې نښتې مخ نيوي لپاره په جنګ بندې عمل پېل شوے. دا جنګ بندي تېره اونۍ په يوكرائن، روسيه او اروپا كښې د امنيت او مرستې تنظيم او اېس سي اي ترمېنځه د مذاكراتو نه پس شوې. د لوظنامې له مخې ټولو ډلو د يو بل په ضد …

كېف 28 جولائي (اے پي پي) په يوكرائن كښې د پوځ او د روسيې پلوي بېتلون غوښتونكو ترمېنځه د كلونو نه د روانې نښتې مخ نيوي لپاره په جنګ بندې عمل پېل شوے. دا جنګ بندي تېره اونۍ په يوكرائن، روسيه او اروپا كښې د امنيت او مرستې تنظيم او اېس سي اي ترمېنځه د مذاكراتو نه پس شوې. د لوظنامې له مخې ټولو ډلو د يو بل په ضد د وسلې نه كارولو عزم كړے. په يوكرائن كښې د كال 2014م نه بېلتون غوښتونكي د پوځ په ضد په جګړه بوخت دي. غربي هېوادونه وائي چې د دې وسله والو ډلو په شا روسيه ده، خو ماسكو د دې تورونو نه انكار كړے. په دې شخړه كښې تر اوسه د 13 زرو نه زيات كسان وژل شوي دي

مزید خبریں