افغانستان كښې د روان كال په وړومبنو 6 مياشتو كښې د وګړو وژنه كښې 13 فیصده كمے راغلے،ملګري ملتونه

كابل 27 جولائی (اے پی پی) افغانستان كښې د ملګرو ملتونو امدادی مشن وئيلي دي د تير كال په مقابل كښې د روان كال په وړومبنو 6 مياشتو كښې د وګړو په وژنه كښې 13 فیصده كمے راغلے ۔ افغانستان كښې د ملګرو ملتونو سفیر او امن مشن مشر ډیبورا لیونز وئيلي دي افغانستان كښې د تاؤ ترېښوالې اود تشدد كارروائیو له امله وګړو لپاره اوس هم حالات ښه نه …

كابل 27 جولائی (اے پی پی) افغانستان كښې د ملګرو ملتونو امدادی مشن وئيلي دي د تير كال په مقابل كښې د روان كال په وړومبنو 6 مياشتو كښې د وګړو په وژنه كښې 13 فیصده كمے راغلے ۔ افغانستان كښې د ملګرو ملتونو سفیر او امن مشن مشر ډیبورا لیونز وئيلي دي افغانستان كښې د تاؤ ترېښوالې اود تشدد كارروائیو له امله وګړو لپاره اوس هم حالات ښه نه دي خو د تير كال وړومبنو 6 مياشتو په مقابل كښې د روان كال وړومبنو 6 مياشتو په مهال د وګړو په وژنه كښې 13 فیصده كمے راغلےاو د دې مهمه وجه د ناټو او امریكائي عسكرو عمليات او د داعش بريدونو كښې كمې راتلل دې خو د طالبانو او افغان امنيتي ځواكونو ترمينځه د تشدد كارروائیو ، نښتو اوبريدونو په مهال د وګړو وژنه كښې كمې نه دې راغلې۔ ده ووئيل افغان حكومت او طالبانو سره د امن خبرو اترو يوه تاریخی موقع ده خو دا يو حقیقت دے چې اوس هم د تشدد كارروائی روانې دي چې له امله ئې هره ورځ ګڼ وګړي وژلے كيږي

مزید خبریں