هانګ كانګ د كورونا وائرس نوې چپې مخ نيوي له ماسك اچول لازمي وګرځول

هانګ كانګ 27 جولائي (اے پي پي) هانګ كانګ د كورونا وائرس نوې چپې مخ نيوي له د سماجي فاصلې پشمول ماسك اچول لازمي ګرځولي . د فرانس خبري اژانس له مخې د هانګ كانګ چيف سېكرټري ميتهيو چيونګ د كورونا وبا د نوې چپې مخ نيوي لپاره د حفاظتي اقداماتو اعلان كولو سره ووئيل په هانګ كانګ كښې د كورونا وائرس د خپرېدو صورتحال غېر معمولي دے ځكه د …

هانګ كانګ 27 جولائي (اے پي پي) هانګ كانګ د كورونا وائرس نوې چپې مخ نيوي له د سماجي فاصلې پشمول ماسك اچول لازمي ګرځولي . د فرانس خبري اژانس له مخې د هانګ كانګ چيف سېكرټري ميتهيو چيونګ د كورونا وبا د نوې چپې مخ نيوي لپاره د حفاظتي اقداماتو اعلان كولو سره ووئيل په هانګ كانګ كښې د كورونا وائرس د خپرېدو صورتحال غېر معمولي دے ځكه د دې نه بچ كېدو لپاره سخته سماجي فاصله او هر ځائ ماسك اچول لازمي دي. ده ووئيل چپه اولسي ځايونو او هوټلو كښې د ټېك اوے ميلز يعني كور ته د ډوډې وړولو د دوو نه زياتو كسانو په راجمع كېدو بندېز لګولے شوے. د يادونې وړ ده په هانګ كانګ كښې د تېرو 5 ورځو په مهال د كورونا وائرس د نوو ځپلے شوو كسانو شمېره د 100 نه اوړېدلې او مجموعي شمېره د 2600 نه زياته شوې. په هانګ كانګ كښې د كورونا په وبا كښې 19 كسان مړه شوي دي

مزید خبریں