كابل 27 جولائی (اے پی پی) د افغانستان دولتي ميډيا مشر لطیف محمود سبا د طالبانو بنديوانو خوشي كولو په اړه خپل موقف كښې وئيلي دي حكومت د 592 طالب بنديوانو د بيلو جرمونو له امله د نه آزادولو اعلان كوي او حكومت د هغوي په ځائې د نوې فهرست جاری كولو غوښتنه كړې ۔ د دغې بنديوانوخوشي كول د افغان دولت او طالبانو ترمينځه د جنګ بندۍ او د …
افغان دولت د 592 طالب بنديوانو د بيلو جرمونو په سبب د نه خوشي كولو اعلان

مزید خبریں
كابل 27 جولائی (اے پی پی) د افغانستان دولتي ميډيا مشر لطیف محمود سبا د طالبانو بنديوانو خوشي كولو په اړه خپل موقف كښې وئيلي دي حكومت د 592 طالب بنديوانو د بيلو جرمونو له امله د نه آزادولو اعلان كوي او حكومت د هغوي په ځائې د نوې فهرست جاری كولو غوښتنه كړې ۔ د دغې بنديوانوخوشي كول د افغان دولت او طالبانو ترمينځه د جنګ بندۍ او د امن راوستلو مهم شرط دے ۔ د افغانستان حكومت د شوې لوظنامې ترمخه تيره ورځ نور 50 طالبان بنديوان خوشي كړي او دغسې تر اوسه د خوشي كړے شوو طالبانو بنديوانو شميره 4490 ته رسيدلې ده ۔دغسې طالبانو هم تر اوسه 820 افغان امنيتي اهلكار خوشې كړې دي







