برازیل كښې د كورونا وائرس ځپلے شوو كسانو شميره21 لكهه 66 زره څخه زياته شوه ، 81 زره څخه زيات كسان مړه شول

ریوډی جنیرو 22 جولائی (اے پی پی) برازیل كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو شميره 21 لكهه 66 زره څخه زياته شوې دغسې هيواد كښې د وائرس له امله تر اوسه81 زره څخه زيات كسان مړه شوي ۔ د شورو په ورځ امریكې ميډيا له مخې برازیل كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 41008 نوي كيسونه رامخې شوي دې سره د مصدقه رنځورانو شميره 2166532 ته رسيدلې ده ۔ د برازیل په بيلو ښارونو كښې دا مهال د كورونا وائرس 618965 فعاله رنځوران شته ۔ د برازیل د روغتيا وزارت شميرې له مخې هيواد كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس له امله نور 1367 كسان مړه شوي او دې سره د مړو شميره 81597 ته رسيدلې ده ۔ برازیل كښې تر اوسه 14لكهه 65 زره څخه زيات د كورونا رنځوران ښه شوي ۔ د برازیل د روغتيا وزارت له مخې رنځورانو په لحاظ سره ساوَ پالو او ریوډی جنیرو ښارونه د كورونا وائرس له امله زيات ځپلے شوي ۔ دا خبره دې ياده وي برازیل د كورونا وائرس له امله زيات ځپلے شوے دويم هيواد دے ۔ برازیل كښې د كورونا وائرس وړومبنے كيس سږ كال په 26 فروری رامخې ته شوے