امریكې او مصر په لیبیا كښې د تشدد په ختمولو زور راوړو

قاهره 21 جولائی (اے پی پی) مصر او امریكې يو ځل بيا لیبیا كښې د روانو نښتو ختمولو سره په خبرو اترو د ټولو شخړو حل كولو په حاجت زور راوړے۔ د عرب ميډيا له مخې د ګل په ورځ د امریكېاولس مشر ډونلډ ټرمپ او د مصر اولس مشر عبدالفتاح السیسی ترمينځه ټیلیفوني خبرو اترو كښې د لیبیا په معامله خبرې شوي۔ په دې موقع دواړو لارښودو لیبیا كښې …

قاهره 21 جولائی (اے پی پی) مصر او امریكې يو ځل بيا لیبیا كښې د روانو نښتو ختمولو سره په خبرو اترو د ټولو شخړو حل كولو په حاجت زور راوړے۔ د عرب ميډيا له مخې د ګل په ورځ د امریكېاولس مشر ډونلډ ټرمپ او د مصر اولس مشر عبدالفتاح السیسی ترمينځه ټیلیفوني خبرو اترو كښې د لیبیا په معامله خبرې شوي۔ په دې موقع دواړو لارښودو لیبیا كښې د بهر هيواد څخه د جنګيالو او د وسلې وركولو په بندېز او په سمدستي توګه د جنګ بندۍ په حاجت زور راوړے۔ د سپينې ماڼۍ ذريعو وئيلي دي اولس مشر ټرمپ او السیسی ترمينځه شوو خبرو كښې د لیبیا بحران او د دواړه هيوادونو ترمينځه د اقتصادی او سیاسی خبرو اترو په پیشرفت د خيالاتو څرګندونه شوې ده

مزید خبریں