مکة المكرمة 21 جولائي (اے پي پي) مکة المکرمة كښې د مسجد الحرام د ټولو نه د لوئې دروازې ''باب ملك عبدالعزيز'' د حج په مهال د پرانستلو پرېكړه شوې ده ۔ دا په حرم شريف كښې د جاري پرمختيائي منصوبو پېكج كښې شامله مهمه منصوبه ده۔٬ دا پرېكړه د مسجد الحرام او مسجد نبوي د چارو مشر عام شېخ عبدالرحمن السدېس لخوا د باب عبدالعزيز د كار جاج اخستو …
مسجد الحرام ، د حج په مهال د بابِ ملك عبدالعزيز د پرانستلو پرېكړه

مزید خبریں
مکة المكرمة 21 جولائي (اے پي پي) مکة المکرمة كښې د مسجد الحرام د ټولو نه د لوئې دروازې ”باب ملك عبدالعزيز” د حج په مهال د پرانستلو پرېكړه شوې ده ۔ دا په حرم شريف كښې د جاري پرمختيائي منصوبو پېكج كښې شامله مهمه منصوبه ده۔٬ دا پرېكړه د مسجد الحرام او مسجد نبوي د چارو مشر عام شېخ عبدالرحمن السدېس لخوا د باب عبدالعزيز د كار جاج اخستو په موقع رامخئ ته شوې ۔ په دې موقع شېخ السدېس د منصوبې د انجينئرانو او د ټولو كاركنانو د خوارۍ ستائنه وكړه۔ شېخ السدېس په دې موقع واضح كړه چې د حرمېن شريفېن د چارو جنرل پريذيډنسي د کرونا خپرېدو لاره نيولو او د بېت الله حج كٶونكو سلامتيا باوري كولو لپاره ټول احتياطي تدبيرونه عملي كوي۔ ده ووئيل مونږ د حاجيانو آرام٬ سكون او راحت باوري كول غواړو دغسې چې حاجيان په اطمينان او سهولت سره د حج مناسك ادا كړے شي۔ د يادونې وړ ده د باب ملك عبدالعزيز لوړ والے 51 ميټره او پلن والے 39 ميټره دے۔









